د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمدشفیق وايي په مصر کې به عرب پاڅون ته دوام ورکوي



د مصر ولسشمرۍ ته کاندید احمد شفیق ژمنه کړېده چې که هغه انتخابات وګټي نو به عربي پاڅون ته دوام ورکړي.


احمد شفیق د پخواني ولسمشر حسنې مبارک د واک د وروستیو ورځو وزیراعظم و.

نوموړي پرون په قاهره کې د ځوانانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په دې برخه کې به پر شا تګ نه وي.

هغه زیاته کړه چې ټولو مصریانو ته خپل لاس غځوي،له ټولو سیاسي قوتونو، اوله ټولو سیاستوالو سره هر ډول خبرو اترو ته چمتو دی.

په مصر کې د مئي د ۲۳ او ۲۴ نیټو د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ نتیجي ښايي چې احمد شفیق به د اخوان المسلمین له کاندید محمد مرسي سره په دوهمه مرحله کې سیالي وکړي.

په مصر کې ددوهم پړاو ټاکنې د جون په ۱۶ مه او ۱۷ مه نیټه ترسره کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG