د خالي په ورځ ، دافغانستان ولسي جرګې، د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکې لوظنامې منظوري ورکړه .
ددې لوظنامې په منظورۍ سره ، امریکايي ځواکونو ته لاره هواره شوه ، څو دوی د دوه زره څوارلسم کاله نه پس هم په افغانستان کې پاتې شي، دا به داسې وخت وي چې نور نړیوال ځواکونه به د افغانستان نه وتلي وي.د راپورونو پر اساس د افغانستان په ولسي جرګه کې یوازې څو کسانو ددې لوظنماې مخالفت کړی، او نور په غوڅ اکثریت سره وکیلانو ددې منظوري ورکړې ده.
اوس به دا لوظنامه ، د افغانستان مشرانو جرګې ته د منظورۍ لپاره وړاندې کیږي، دا ستراتیژیکه لوظنامه دافغانستان د ولس مشر حامد کرزي، او د هغه د امریکايي انډول بارک اوباما له خوا ، د روان کال د مئي، په دویمه نیټه په کابل کې لاس لیک شوې وه.
دا لوظنامه ، په افغانستان کې د امریکا اوږد مهاله رول ته لاره هواروي، چې دامریکا له خوا افغانستان سره د پیسو او صلاح کارانو مرسته هم شامله ده.