د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوال په زور له پېښوره ایستل کېږي


د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت امنيتي ادارو ته د هغو افغان کډوالو د نیولو امر صادر کړی، چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسیږي.

صوبايي حکومت یوه میاشت وړاندې دغو افغانانو ته چې، د یوې اندازې له مخې شمیر يې شاوخوا څلور لکو ته رسیږي خبرداری ورکړی و چې د می میاشتې تر ۲۵مې دې له پيښوره ووځي کنه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

د پيښور د ډي سي یا امنيتي چارو د مسوول ویاند فیروز شاه ازادي راډیو ته وویل، چې صوبايي حکومت ددغې پریکړې د عملي کولو لپاره پولیسو او نورو امنيتي ادارو ته رسمي مکتوب لیږلی او د کډوالو د زر تر زره نیولو او له پاکستانه د ویستو امر یې ورته کړی :

( هغو افغان کډوالو ته چې په ناقانونه توګه په پيښور کې اوسیږي ټاکل شوی ضرب الاجل د می پر ۲۵مه د شپې پر دولسو بجو پای ته رسیږي او له هغه وروسته به هر هغه افغان چې اسناد ونه لري نیول کیږي او د بهرنیو اطباعو د ځانګړي قانون چې موږ ورته ۱۴ فارن ایکټ وايو له مخې به لومړی تر څو ورځو پورې زنداني کیږي او بیا به په تورخم اړول کیږي)

د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت تر دغه اعلان وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفير محمد عمر داودزي دپاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو له وزیر سره وکتل او له هغه نه يې ددې فیصلې د بیرته اخیستو غوښتنه وکړه.
XS
SM
MD
LG