د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې پر امریکايي پوځیانو ځانمرګی برید شوی





په افغانستان کې آيساف يا نړيوال سوله ساتي ځواکونه ځواکونه وايي چې د هيواد په مشرقي برخه کې يو کس د افغان پوځ په جامو کې د نړيوالو ځواکونو يو پوځي وژلی دی.
آيساف په خپله خبرپاڼه کې د وژل شوي پوځي او د پیښې د کره ځای د ښودلو په اړه څه نه دي ويلي خو طالبانو ادعا کړي چې د ختيځ کونړ ولايت د غازي اباد په ولسوالۍ کې د افغان پوځيانو په جامو کې يو کس دولس امريکايي پوځيان وژلي دي.
د دوی په وينا دا کس د دوی ملګری وو او په افغان پوځ کې له ډيره وخته د دې لپاره ننوتی وو چې دغسې بريد وکړي خو آيساف دا ادعا نه مني او وايي چې يوازې يو سرتيرې يې وژل شوی دی. دوی وايي چې پیښه په اړه يې څيړنه هم روانه ده.
د يو بل خبر ترمخې د افغانستان په پکتيکا ولايت کې چارواکي وايي شپږ هغه ځانمرګي بريدکوونکي يې وژلي چې دپولیسو په جامه کې يې غوښتل له يوې تالاشۍ تير شي خو د دوی په وينا د جګړې پر مهال دوه ولسي وګړي او درې پولیس هم وژل شوي.
چارواکي وايي، وسله والو هڅه کوله چې په دې بڼه ، د پکتیکا ولایت د یحیا خېلو ولسوالۍ له يوې امنيتي پوستې تير او پر يو حکومتي دفتر بريد وکړي خو په خپله هڅه کې بريالي نه شول.
چارواکي زياتوي دجګړې پرمهال څلورو برید کونکو ، دچاودیدونکو موادو په واسطه ځانونه والوزول، او دوه نور په ډزو کې ووژل شول.
بل خوا د آیساف نړيوالو ځواکونو د افغانستان په جنوبي ولایت هملند کې د پنچشنبې يا پرونۍ ورځې حمله غندلي چې په ترڅ کې يې په موسا کلا ولسوالۍ کې د ریموټ کنټرول بم په چاودنه کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون اوه کسان ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG