د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ۱۶ فیصده ماشومان تر وخت مخکې زېږي


د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې ډپلیو ایچ او او د ماشومانو د خیر ښیګړې لپاره د بیلا بیلو خیریه ادارو یو تازه رپورټ ښيي، پاکستان په هغه هیوادونو کې شامل دي چې پکې د ماشوم تر وخت مخکې پیدا کېدلو شرح تر ټولو لوړه ده چې د شمېرې له مخې ۱۶ فیصده ماشومان بې میعاده زېږي.

دا رپورټ چې په لومړي ځل د هیوادونو د دغه شرحې اندازه لګوي، وایي، چې په پاکستان کې په 2010م کال کې تقریبا اووه نیم لکه ماشومان تر وخت مخکې پیدا شوی دی.

چین او هند هغه هیوادونو دي چې دغه شمېر پکې زیات ښودل شوی دی. او په یو ۱۸۴ هیوادونو کې په بیلا روس کې دغه شرح تر ټولو کمه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG