د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د اونۍ دوې چټۍ اعلان کړل شوې


د خیبر پښتونخوا حکومت د صوبې په حکومتي څانګو کې د بجلۍ په کمښت د قابو موندلو لپاره په هفته کې د دوو چټیانو اعلان کړی دی.

دا فیصله د شورو په ورځ د پښتونخوا وزیر اعلی امیر حیدر خان په مشرۍ کې د کابینې په غوڼده کې وشوه.

د پښتنوخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین د غوڼدې وروسته خبریالانو ته ویلي چې د حکومت دا فیصله به د را روانې هفتې نه په ټوله صوبه کې عملي شي. هغه زیاته کړه.

د دې سره سره د صوبې په لویو ښارونو کې د ماښام له اتنیمو بجو پس د بازارونو بندولو فیصله شوېده او په صوبه کې د امنیت حالات ښه کولو لپاره له وفاقي حکومته غوښتنه شوې چې د صوبې بهر ګمارل شوي ایف سي ځواکونو دې زر تر زره دوی ته وسپارل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG