د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما او کرزي سټراټیجیکي لوظناما لاس لیک کړه


د امریکا ولسمشر باراک اوبامه په کابل کې د افغان ولسمشر حامد کرزي سره د اوږد مهاله سټرېټیجیکي همکاریو لوظنامه لاس لیک کړې. ددې تړون لاس لیک کولو لپاره بارک اوباما تیره شپه ناوخته په ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسیده او د ولسمشر کرزي سره دملاقات وروسته یې دغه تړون لاس لیک کړ.

دتړون دلاسلیک کولو وروسته ولسمشر اوباما وویل چې دې سره به دافغانستان او امریکا اړیکې نورې هم مضبوطې شي.

بلخوا ددې تړون په حقله افغان ولسمشر حامد کرزي د خپلې وېنا پر مهال وویل چې ددې له مخه به د دواړو هېوادونو دوستانه تعلقات لا نور هم ښه شي.
دا لوظناما د دواړو هېوادونو ترمنځ ترڅو میاشتو خبرو اترو وروسته لاس لیک شوه چې له مخې به یې امریکا د ۲۰۱۴م کال وروسته هم دافغانستان سره خپله همکاري جاري ساتي.
دا په داسې حال کې ده چې دنن نه پوره یو کال وړاندې په پاکستان کې امریکايي ځواکونو د القاعده مشر اسامه بن لادن وژلې وو. ولسمشر اوباما دلوظنامې لاس لیک کولو وروسته نن سهر دافغانستان نه ستون شوی دې.

هلته په کابل کې د پولیسو د وینا ترمخه یو ځانمرګي برید اووه (۷)کسان وژلي دي،
د ځايي پولیسو چارواکي وايي دا برید نن سهر خواوشاه شپږ بجې ترسره شوی چې پکې دی و سکول په څنګ کې د بهرني ځواکونو مرکز په نښه کړې شوی وو، دا راز په وژل شوو کسانو کې درې ماشومان هم شامل دي. دا برید په داسې وخت کې وشو چې څو ګینټې وړاندې باراک اوباما د افغانستان دوره ترسره کړه.

وسله والو طالبانو ددې پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG