د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلامي نړۍ کې د القاعده ملاتړ کم شوی دی


د امريکا لخوا د يوې تازه نظرپوښتنې یا سروې له مخې د پاکستان په ګډون په پنځو هېوادونو کې زياتره مسلمانان د القاعده په اړه منفي نظر لري.

د پيو په نامه د يو غېر حکومتي څېړنيز مرکز لخوا دا سروې په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د مې د مياشتې پر دویمه نيټه د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژنې يو کال پوره کيږي.

د دې سروې له مخې په مصر کې يو اويا ، په اوردن کې اووه اويا ، په ترکې کې درې اويا او په لبنان کې اته نوي فيصده خلکو د القاعده ضد رايې ورکړي دي.

پاکستان چیري چې د امريکا ځانګړو ځواکونو تېر کال اوسامه بن لادن وژلې وو هلته کې پنځه پنځوس فيصده خلک اورپکو ډلو ته په منفي نظر ګوري ، ديارلس فيصده په ښه نظر ورته ګوري او ديرش فيصده هيڅ رايه نه ورکوي.

څېړنيزې ادارې ويلي د پاکستان په ځينو سيمو کې سروې کول ډير خطرناک وو. بلخوا د القاعده په حق کې تر ټولو زياتې يويشت فيصده رايې په مصر کې ورکړل شوي دي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG