د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې اووه کسان وژل شوي



ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ -
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د بدامنۍ په پېښو کې د پولیسو د درو سرتېرو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

پولیس وایي، د دې ښار په لیارۍ کې د ورانکارو پر ضد د عملیاتو په وخت کې وسله والو پر امنیتي سرتېرو د لاسي بم برید او ډزې کړې دي چې له کبله یې د کالاکوټ د تاڼه دار په ګډون درې پولیس سرتېري وژل شوي دي.

بل پلو د ژغورنې ادارې وایي، د لیارۍ د چپل چوک له برخې یې د څلورو نورو کسانو مړي هسپتال ته وړي دي.

د جمعې له ورځې راهيسې پولیسو د کراچۍ د ښار په لیارۍ کې د ورانکارو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د سېند د پولیسو مشر مشتاق شاه د دې عملیاتو په اړه وویل:

(( هغوي ډزې کوي ، موږ هم له هغوي سره جنګېږو ، په دې کې زموږ د ځواک ډېر افسران او ځوانان برخه لري، زه داسې ټاکلی وخت نه شم درکولای خو تر څه وخته چې هلته مجرمان موجود وي او زموږ د عملیاتو اړتیا وي نو موږ به یې کوو.))

د کراچۍ د پولیسو مشر ویلي چې تر هغې به عملیاتو ته دوام ورکوي چې یې ټوله سیمه د هغه په وینا له ورانکارو نه وي پاکه کړې.
XS
SM
MD
LG