د لاسرسي ځای

تازه خبر

نور ګیلاني د وزیر اعظم په توګه نه منم، نواز شریف


د پاکستان د حزب اختلاف د لوی ګوند مشر نواز شریف ویلي، د سپریم کورټ تر فیصلې وروسته یوسف رضا ګیلاني د وزیر اعظم په توګه نه مني.
د هیواد ستر عدالت د پنجشنبې پر ورځ (د اپرېل ۲۶مه) یوسف رضا ګیلاني د عدالت د سپکاوي د تور په مقدمې کې مجرم ګرځولی وو.

د اپرېل پر ۲۷مه په لاهور کې د مسلم لیګ نواز ډلې د مشرانو تر بیړنۍ غونډې وروسته نواز شریف خبري کنفرانس کې ګواښ کړی چې که چېرې وزیر اعظم څوکۍ پرېنږدي نو دی به د پارلېمان دننه او د باندې احتجاج پیل کړي.

د ده په وینا، د سپریم کورټ تر پرېکړې وروسته اوس هیواد پرته له حکومته چلېږي.

هلته بیا د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني قامي اسمبلۍ یا د هیواد ولسي جرګې ته د وینا پر مهال وویل، د ده له دندې د لرې کولو پرېکړه سپریم کورټ نشي کولای بلکې دا کار یواځې د قامي اسمبلۍ سپیکر کولای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG