د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یمن کې د القاعده خلاف عملیات


د یمن پوځي چارواکي وایي، حکومتي ځواکونه د نهی په ورځ د هغه ښار مرکز ته ورنږدې شوی چې له تیر یوه کال راهیسې له القاعده په ولقه کی وو.
د ابیان صوبی د مرکز زنجېبار اړخ ته حکومتي ځواکونه له شپږ ساعته جګړې وروسته ورنږدې شوي دي.
د یمن د جنوبی او ختیزې برخو چی پکی تر ډیره حده د قانون واکمني کمزورې ده، دغه سیمو ته د القاعده او دهغې د ملګرو خود ساخته شریعت د خورولو سلسله روانه کړې وه او دوی د هیواد په دغه برخو کی د میاشتو راهیسی روان سیاسی نا آرامۍ نه ګټه پورته کول غوښتل.

یمن کی د پخواني صدر علی عبدالله صالح د لرې کیدو نه پس واک تر لاسه کونکی صدر عبد رابو منصور ال هادي ژمنه کړې وه ، چی د القاعده خلاف به په ترجیحي بنیاد جنګ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG