د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې د څارونکو د شمېر زیاتولو له پاره رایې اچول شوې


د ملګرو ملتونو امنیت شورا، په شام کې د ملګرو ملتونو د څارونکو د شمیر د زیاتولو په موخه، د هفتې په ورځ رایې ورکړې.

د روسیې او اروپايي هیوادونو له خوا، د جوړې شوې مسودې، منظوري د پنځلس تني کونسل له خوا ورکړل شوې وه، او په ترڅ کې یې غوښتنه هم شوې وه چې په سم لاسي ډول دې د تشدد مخه ونیول شي.

دملګرو ملتونو، یوه وړه څارونکې ډله، دا مهال په شام کې موجوده ده، او هڅه کوي چې د شام د حکومت او د یاغي ځواکونو ترمنځ دیارلس میاشتینۍ شخړې په اور بند بدلې کړي.

څارونکو ته د خالي په ورځ، په اول وار اجازه ورکړل شوه ، څو دوی د ( هومس ) ښار څخه لیدنه وکړي.

ځايي فعالین وايي، د څارونکې ډلې د دورې پرمهال د توغندیو وریدل دریدلي وو، جګړه نه کیده او ټینکونه پټ کړی شوي وو.

دملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون، د شام ولس مشر بشارلاسد ملامته کړی چې ، د عرب لیګ او د ملګرو ملتونو د ګډ ځانګړي استازي کوفي عنان د ډزبندۍ د اعلان احترام یې نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG