د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په اړه د ناټو تګلاره سمه نه ده، روسیه


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په برسلز کې د خبري غونډې پر مهال
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په برسلز کې د خبري غونډې پر مهال

هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن -
اسوشي اېټډ پريس اژانس د روسيې د خارجه وزير سرګي لاوروف په برسلز کې خبريالانو ته کړې خبره راخېستې چې ویلي يې دي تر هغې چې د افغانستان ځواکونه د خپل هېواد د امنيت په موثره توګه د ټينګولو جوګه شوي نه وي، بهرني ځواکونه بايد دلته دېره پاتې شي.

د روسیې اندېښنې

نوموړي د ۲۰۱۴ ز کال تر پايه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو ټاکل شوي پلان ته په اشارې زياته کړې چې د دغه هېواد امنیتي شرایط د دغه رقم مصنوعي مهال وېشونو متحمل کېدلای نه شي:


(( موږ لکه څنګه چې پلان شوې، له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د رامنځ ته کېدونکيو پېښو د څرنګوالي په اړه ډېر اندېښمن يو- موږ باوري يو چې د ځواکونو د اېستلو پروسه بايد له هغې يوې سره په سمون کې وي چې په ترځ کې به یې دا خبره يقيني کړل شي چې افغان ځواکونه به د خپل هېواد امنیت سمبالوي او له افراطي ډلو او د مخدرو موادو له قاچاقبرانو سره به مقابله کوي.))

د روسيې خارجه وزير د خپل حکومت دا اندېښنې پر داسې مهال څرګندوي چې ناټو او هم افغان چارواکو تمه ښودلې چې د ۲۰۱۳ ز کال تر نيمايي پورې به د افغانستان د جګړې مشري افغان ځواکونو ته حواله شي.

دغه راز ویل کېږي چې د ۲۰۱۴ ز کال تر پايه به زياتره بهرني سرتېري له افغانستانه وتلي وي.

وړتیاوې لوړېږي، خو اندېښنې هم شته

د ناټو چارواکي وايي، د افغان ځواکونو وړتياوي د لوړېدو په حالت کې دي او دوی به وکولای شي د ۲۰۱۴ ز کال نه وروسته د طالب وسله والو پر وړاندې ټينګ مقاومت وکړي.

خو کتونکي په عين حال کې د افغان ځواکونو په ليکو کې د مخدرو موادو استعمال او له پوځي خدمتونو څخه د دوی د تېښتې په څېر مسالو ته په اشارې د ياغيانو پر ضد د جګړې د دوی چمتوالی تر پوښتنې لاندې راولي.

اسوشي اېټډ پريس اژانس ليکي د روسيې خارجه وزير، چې په برسلز کې شوې د ناټو هېوادونو د خارجه او دفاع وزيرانو په غونډه کې يې ګډون درلود، ويلي چې د ده پر هیواد سربېره چين او د آسيا ځينې نور هیوادونه هم له افغانستانه، د بهرنيو ځواکونو د وتلو د ناټو د پلان په اړه اندېښمن دي.

لوجیسټیکي اډه

دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وايي د مسکو حکومت په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموريت د خپل امنیت له پلوه مهم ګڼي چې وايي له دغې لارې به د افغانستان د بې ثباتۍ د منځنۍ آسيا هېوادونو ته د غځېدو مخه ونيول شي.

د همدغه خپلو ګټو په خاطر روسيې ناټو ته په افغانستان کې مېشتو ځواکونو ته د اکمالاتو د لېږد، رالېږد له پاره خپلې د هوا او د اورګاډي لارې ورکړي دي.

دا هم ویل کېږي چې د روسيې پارلېمان په هغه يوه وړانديز غور کول پيل کړي چې د تصويب په صورت کې به يې ناټو وکولای شي د دې هېواد په اوليناوسک ښار کې خپله يوه لوجیسټیکي اډه جوړه کړي.

پلان غیر طبعي نه دی

د ناټو عمومي سېکرټر اینډرس فوګ راسموسین
د ناټو عمومي سېکرټر اینډرس فوګ راسموسین
د اې پي د راپور تر مخې، د ناټو عمومي سېکتر اينډرس فوګ راسموسين له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو په تګ لاره د روسيې د خارجه وزير د انتقادونو په ځواب کې ویلي چې دغه پلان ورسره د افغانستان حکومت منلی او دا چې مصنوعي يا غیر طبعي بلکل نه دی.

نوموړي په ورته وخت کې په روسيې، چين او نورو هغه هېوادونو چې د ناټو غړيتوب نه لري، غږ کړی چې له ۲۰۱۴ ز کاله وروسته له افغان ځواکونو سره مالي مرستو کولو ته حاضر شي.
XS
SM
MD
LG