د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغان سرتېرو شمېر به د امنیت وضعې تر مخې کمېږي'



صالح محمد صالح

بروکسل -
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازى وايي، تر ۲۰۱۴م کاله پورې به د افغان ځواکونو شمېر کم نه شي.

يوازې به امنيتي وضعيت ته په پام سره د دوى شمېر کمېږي.

ده نن په بروکسل کې د ناټو په عمومي مرکز کې وويل، په دې اړه به بله مياشت د شيکاګو په کنفرانس کې جدي خبرې وشي او د هغو هېوادونو شمېر به مشخص شي، چې له افغان امنيتي ځواکونو سره مالي مرسته کوي.

د ناټو ملکي استازي وويل، دوه لکه او ۳۰ زرو ته د افغان امنيتي ځواکونو د شمېر کمول، په وضعيت پورې اړه لري، ده ټينګار وکړ، چې افغان ځواکونو ډېر پرمختګونه هم کړي دي.

ده چې له افغان خبريالانو سره خبرې کولې وويل، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د انتقال دويم پړاو ښه پرمخ ځي، دا چې درېيمه پروسه به په کومو سيمو او ولايتونو کې عملي کېږي، په دې اړه به ولسمشر کرزى پرېکړه کوي، خو په ډېر ګومان د شيکاګو په کنفرانس کې به دغه اعلان وشي.

سايمن ګس په خپلو څرګندونو کې وويل چې هغه افراطيت چې د جګړې لپاره کلکه اراده لري، د افغان ځواکونو له خوا ځپل کېدلاى شي، دا ځکه چې افغان ځواکونه ډېر ښه شوي دي:
((موږ وينو چې افراطيت کمزورى شوى دى، خو موږ يې اټکل کولاى نه شو، ځکه يو مصمم افراطيت دى، چې بايد په جدي ډول يې په وړاندې اقدام وشي. افغان امنيتي ځواکونو له ځانه دا وړتيا ښودلې او دا کار کوي. په کابل کې د تېرې يکشنبې پېښو ته په پام سره چې افغان امنيتي ځواکونو يې په وړاندې په ډېر موثر ډول اقدام وکړ، ډېر ښه عمليات وو. په ځانګړي ډول چې زه د پوليسو عالي قطعې او عالي کومانډو ګورم، دوى ډېر ښه سرتېري دي چې افغانستان بايد ورباندې ووياړي.))

د بیلجیم په پايتخت بروکسل کې چې د ناټو عمومي مرکز هم په کې دى، له پرون راهيسې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو غونډه روانه ده، چې د اجنډا په سر کې يې د افغان امنيتي ځواکونو تمويل، د دوى روزنه او تجهيز دى، دې تر څنګ له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د ناټو او نورو متحدو هېوادونو د رول په اړه خبرې کېږي.

د ناټو ملکي استازي وويل د افغان ځواکونو د تمويل لپاره به د شيکاګو په کنفرانس کې پرېکړه کېږي.
XS
SM
MD
LG