د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې ناټو ته لار ورکړې، پر لوژیستیکي اډې غور کوي



هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن -
ولادمير پوټین، چې د مارچ په مياشت کې يې د درېيم ځل له پاره د روسيې ولسمشريزه انتخابات وګټل، که څه هم د ناټو سازمان ته د سړې جګړې باقيات وويل، خو ټينګار يې وکړ چې د افغانستان په ماموريت کې ورسره د ده هیواد بايد خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي چې په مسکو کې يې د روسيې د پارلېمان غړو ته وينا کوله، په ډاګه کړه چې د افغانستان له ثبات سره مرسته کول، خپله د روسيې په ګټه دي.

روسیې ناټو ته لار ورکړې

اسوشي اېټډ پريس اژانس ليکي، د مسکو حکومت، امريکا او د ناټو غړو هیوادونو ته په افغانستان کې مېشتو ځواکونو ته د اکمالاتو د لېږد، رالېږد له پاره خپلې د هوا او د اور ګاډي لارې ورکړي دي.

موږ بايد د افغانستان د حالاتو په ارامه کولو کې د ناټو تر څنګ ودرېږو، او يا بيا دا چې دغه کار به موږ ته را تر غاړې شي.
ويل شوي له افغانستان سره د روسيې له لارې دا رابطه تر هغې وروسته نوره هم مهمه شوه، چې پاکستان د ۲۰۱۱ز کال د نومبر په مياشت کې په مومندو کې د امريکايي ځواکونو د هوايي بريدونو په غبرګون کې، چې ۲۴ پاکستاني عسکر په کې ووژل شول، د ناټو د ګاډو پر مخ د افغانستان له پاره خپلې ټرانزيتي لارې وتړلې.


لوژیستیکي اډه تر غور لاندې

د اې پي د رپورټ تر مخې د روسيې حکومت دا مهال هغه يو ډيل (موافقنامه، تړون) تر غور لاندې نيولی چې له عملي کېدو سره به يې د ناټو غړي هیوادونه په لومړي ځل وکولای شي د خپلو ځواکونو له پاره د وولګا له سيند سره په لګېدلي ښار اولياناوسک کې لوژيستيکي اډه جوړه کړي.

اژانس د ولادمير پوټین هغه خبره راخیستې چې ويلي يې دي له ناټو سره د افغانستان په ماموريت کې مرستې کول د روسيې له پاره ځکه هم مهم دي چې د دې هیواد د بې ثباتۍ د منځنۍ اسيا هیوادونو ته د غځېدو مخه ونيول شي.

نوموړي زياته کړې: ((موږ غواړو چې په افغانستان کې حالات تر کنټرول لاندې وي او نه غواړو چې زموږ ځواکونه د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله په جګړه کې بوخت شي.))

د پاکستان په کراچۍ کې ناټو ته سامان وړونکي ګاډي ولاړ دي. پاکستان خپلې ټرانزیټي لارې د مومندو تر برید وروسته تړلې دي.
د پاکستان په کراچۍ کې ناټو ته سامان وړونکي ګاډي ولاړ دي. پاکستان خپلې ټرانزیټي لارې د مومندو تر برید وروسته تړلې دي.
پوټین همداراز ويلي: ((موږ بايد د افغانستان د حالاتو په ارامه کولو کې د ناټو تر څنګ ودرېږو، او يا بيا دا چې دغه کار به موږ ته را تر غاړې شي.))

پوټین په خپلو خبرو کې واضح کړه، د روسيې پر خاوره د ناټو دغه نوی لوژيستيکي مرکز به کومه پوځي اډه نه وي، بلکه يوازې دا چې د دوی د سامانونو جهازونه به دمه په کې کولای شي.

اسوشي اېټډ پریس اژانس په پای کې ليکي، د روسيې له امريکا او ناټو سره اړيکي د امريکا په مشرۍ د ناټو د ميزايلو د دفاعي پروګرام له امله ترخه پاتې شوي دي.

واشنګټن وايي د دغه پلان يوازینی هدف يې د ايران د احتمالي ګواښ مخه نيول دي، خو روسيه بيا د دې پروګرام د پياوړي کېدو په صورت کې د خپل اټومي قوت د بې ارزښته کېدو له امله ويره څرګندوي.
XS
SM
MD
LG