د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه له ناټو سره په ځینو برخو کې مرسته کوي



صالح محمد صالح

بروکسل -
د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن شېبه مخکې يوه خبري کنفرانس ته وويل، د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف څخه يې ژمنه اخيستې چې افغانستان ته به د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو په برخه کې مرسته کوي.

د ناټو عمومي منشي د روسې له همکارۍ مننه وکړه، چې د ده په باور پر دوه اړخيزو ګټو ولاړه ده:

(( موږ به ډېر ژر د ترانزيت هغه امکان پراخ کړو، چې د روسيې له خوا د ناټو په مشرۍ ماموريت ته يې پېشنهاد شوى دى. دا به موږ ته امکانات برابر کړي، چې افغانستان او له افغانستان څخه نورو ځايونو ته، د روسيې د رېل د شبکې او هوا له لارې اکمالات وکړو.))

په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو تر دې مخکې خپل زيات اکمالات د پاکستان له طريقه کول، خو د ناټو چارواکي وايي دغه لارې د اطمينان وړ نه دي او زياته تکيه نه ورباندې کوي.

کله چې په تېر ميلادي کال کې د امريکا په يوه بمبارۍ کې د پاکستان ٢٤ تنه سرتېري ووژل، پاکستان د ناټو د اکمالاتو هغه لارې وتړلې چې له خاورې يې تېرېږي.

د افغانستان په مسئله کې د روسې او ناټو همکاري تازه مسئله ده، چې دلته په بروکسل کې د ناټو مشرتابه ورته خوشبيني لري. روسيه دا مهال د افغانستان په مسئله کې زياته دخيله نه ده، خو اوس داسې ښکاري چې ناټو هم کوښښ کوي دغه هېواد په دې مسئله کې راګډ کړي.

د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن شېبه مخکې په يوه بله غونډه کې چې د ناټو د بهرنيو چارو او د هغو هېوادونو له استازو سره چې د ناټو غړيتوب نه لري، خو د ايساف په چوکاټ کې همکاري کوي، خبرې پيل کړې، چې تر دوه ساعته به روانې وي. راسموسن د برخوالو د قربانيو او مرستو مننه وکړه، چې هېوادونو يې افغانستان ته ورکړي دي.

راسموسن په عين حال کې د افغانستان امن د نړۍ له امن سره تړلى وباله.

راسموسن دا هم وويل چې بله مياشت په شيکاګو کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو، د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او تمويل په برخه کې پرېکړې کېږي. د ناټو چارواکو نن هم په خپله غونډه کې د شيکاګو د کنفرانس پر تياريو خبرې وکړې.
XS
SM
MD
LG