د لاسرسي ځای

تازه خبر

شپږ شپېته قیدیان واپس جیل ته راغلي


عمر دراز وزیر:مشال راډیو

بنو:د تیر خالي او اتوار په منځنۍ شپه د یونیم سلو نه تر دوو سوو پورې وسلوالو د خیبر پښتونخوا د بنو یو په جیل حمله وکړه او درې سوه او څلور اتیا قیدیان یي خوشې کړل، چې پکې هغه تن عدنان رشید هم شامل دی، چې په تیر پوځي ولسمشر پروېز مشرف د حملې په تور نیول شوی وو.

د خیبر پوښتونخوا حکومت د بنو زندان د برید وروستو څلور اعله د پولیسو او جیل چارواکي د خپلو څوکیو نه لري کړي دي.

په دی څلورو کسانو کی د بنو کمشنر، ډي ای جي ،ای جي جیل خانه جات او د بنو مرکزي زندان سپریټنډنټ شامل دي .


پرون د خیبر پوښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین په پیښور کې په یو خبري کنفرنس کې وویل، چې د دغه کسانو پرځای به نور نوي کسان اخیستل کیږي ، او د بنو د پیښې د پلټنو لپاره یی یوه کمیټي هم جوړه کړې ده، چې په پنځلسو ورځو کې به حکومت ته رپوټ وړاندي کوي.

شهاب خان څوک چې په بنو جیل کې په ټیلیفون اطلاع ورکوي، وایي (( په دغه وخت دیرشت پولیس موجود وو، او ما د شپې د یوې نه تر دریو بجو پورې پنځلس ټیلیفونونه وکړ، خو چا هم څه ځواب رانکړ. تر دوو ساعتو پورې جګړه روانه وه))

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اکبر خان هوتي وایي ((د وسلوالو هدف د عدنان رشید خوشې کول وو، او دا هم ورته مالومه وه، چې دی په کوم ځای کې دې)) اکبر خان میډیا ته دا هم وییلي ، دوی پر دې حیرانه دي چې ولې پولیسو ځوابي کاروایي نده کړې.

میان افتخار حسین وايی، په دغه قیدیانو کې شپږ شپېته واپس جیل ته راغلي دي، او زیاتوي د دغه پیښې پلټنی به په دی صورت کولی شی، چی ولی د جیل عملی پخپله څه ګام نه دی پروته کړی او هغه مهال ټوله عمله موجوده وه او که نه. دا رپوټ دلته اوریدلای شۍ.
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG