د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو څارونکي شام ته رسېدلي، پر حمص بمباري


د ملګرو ملتونو لخوا شام کې د ډز بندۍ د څارنې لپاره شپږ تني ډله دغه هېواد ته په داسې حال کې رسیدلې چې دغلته تازه نښتو دسولې په لړ کې شوې لوظنامه د خطر سره مخ کړې.

فعالین وايي په حمص ښار درنه بمباري شوې.

په دې اړه د ملګرو ملتونو ستر سیکتر بان کي مون د شام په حکومت غږ کړې چې د ډز بندۍ د لوظنامې احترام دې وکړي:

(( دا ډېره مهمه ده چې د شام حکومت دې د تشدد بندولو لپاره هر ډول ګامونه پورته کړي. په تیرو دوو ورځو کې چې کوم حالات رامنځ ته شوې هغې زه ډېر اندیښمن کړې یم. دشام حکومتي ځواکونه په حمس ښار بمباري کوي چې پکې مونږ وینو یو شمیر ولسي وګړي وژل شوي دي.))

بلخوا باغي جنګیالو په الیپو صوبه کې د پولیسو په یوه تهاڼه برید کړې خو آزادو سرچینو ددې خبرتصدیق نه دې کړې.
دتشدد دا پیښې له هغې یوه ورځ وروسته رامنځ ته شوې چې ملګرو ملتونو په شام کې د ډز بندۍ د څارنې لپاره د ۳۰ بې وسلې څارونکو د لیږلو منظوري ورکړه، دا ډزبندي د روانې میاشتې د دولسمې نیټې نه عملي کړې شوې.
هلته د شام حکومت پرون خبردارې ورکړې چې دوی به د باغیانو د مخ په زیاتیدونکو حملو جواب ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG