د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اورکزو کې پر مدرسې بمباري، ۵ وژل شوي


په قبایلي سیمې اورکزیو کې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو بمباري کړې ده.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، په دې بمبارۍ کې پینځه وسله وال وژل شوي، او ۱۰ ژوبل دي.

د استخباراتي ادارې یوه افسر د نوم نه ښودو په آړ ویلي، په وژل شویو کې دوه بهرنیان هم دي. ده د بهرنیو د هوییت په اړه څه و نه ویل.

د ده په وینا بمباري د اورکزو د میر کلام خېلو پر یوې مدرسې شوې ده.

وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG