د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر وخته مخکې پر انتخاباتو غور کوم، کرزی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي، د هیواد د ولسمشرۍ انتخابات تر ټاکل شوې مودې یو کال مخکې پر کولو غور کوي.

په افغان پلازمېنه کابل کې د ناټو له عمومي منشي اندرې فوغ راسموسېن سره تر لیدنې وروسته، په ګډه خبري غونډه کې، کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د ولسمشریزو ټاکنو، له وخته یو کال مخکې پر کولو غور کوي.

ده وویل، خو اوس په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

((د ولسمشریزو ټاکنو، [له وخته] یو کال مخکې، په ۲۰۱۳ز کال کې کول هغه څه دي چې پر فکر کوم. ما په دې سلا، مشورې هم کړې دي. د کولو او نه کولو په اړه نظرونه شته، خو ما لا تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. خو دا فیصله ژر نشي کېدای، البته سوچ ورباندې کوم، او هر هغه څه به کوم چې د هیواد په ګټه وي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG