د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ ښار کې د تشدد په روانو پېښو کې درې کسان وژل شوي دي



د کراچۍ پولیس وایي د ناظم اباد په سېمه کې د نهې او شورو په منځنۍ شپه د نامالومه کسانو په ډزو یو تن محمد دین بابړ په نښه شوې ـ پولیس زیاتوي هغه په کراچۍ کې د پښتون ایکشن کمیټۍ غړی و.

عوامي نېشنل ګوند د یاد شوي کس وژنه غندلې ده ـ د یاد شوي ګوند سند صوبې مشر شاهي سید ویلي ، ښار کې د دوي د ګوند غړي او خواخوږي د سازش د لاندې وخت په وخت په نښه کیږي.
د تاو تریخوالي په نورو پېښو کې د ایم کیو ایم د ډلې د یو غړي په شمول دوه نور کسان وژل شوي دي.

کراچۍ ښار کې د تشدد د پېښو لړۍ د تېرو څو هفتو راهیسې په مسلسله توګه روانه ده چې تراوسه پکې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG