د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق کې له القاعده سره د تړاو په تور ۱‍۱ نیول شوي


چارواکي وایی عراقي ځواکونو په وروستیو کې، په جنوبي ښار بصره کې د وژونکو حملو سره د تړاو په تور د القاعده یولس غړي نیولې دي.


د ښار د پولیسو مشر فیصل ال عابدي د نهې په ورځ د یو خبري کانفرنس پر مهال ويلي چې عراقي ځواکونه جنوبي برخې ته غځیدلي او القاعده شبکه یی منتشر کړې .


ده وویل، د استخباراتي ادارې سره په ګډه کاروایی کې یی په جنوبي برخه کې د القاعده دغه مشران په نښه کړي دي.

په خبري کانفرنس کې هاغه ویډیو هم وړاندې شوه چې پکې نیول شوي کسان اعتراف کوي ، د شیاګانو زایرینو پر ضد د څوارلسمې جنورۍ برید چې پکې درې پنځوس کسان وژل شوي وو ، د هغې په ګډون د نورو بریدونو لپاره ذمه وار دي.

بل خواد عراق لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازې مارټن کوبلر وایی ترهه ګري بریدونو او ډله ایز تشدد کې په دغه هیواد کې د 2012م کال په لومړنیو دریو میاشتو کې شپږ سوه دیارلس ولسي وګړي وژل شوي دي.
کوبلر د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل ته وویل چې د بشري حقونو نه سرغړونه او ډله ایزې شخړې چې وجه یی سیاسي بې ثباتي ده ، په نتیجه کې یی په ولسي وګړیو او زایرینو بریدونه مخې ته راغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG