د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناروې اعترافي ټول وژونکې اندرې بریویک د خپلو کړو لپاره ذمه وار وو.


د یوې نوې نفسیاتي معاینې نه دا معلومه شوې چې اعترافي ټول وژونکې اندری بریویک د خپلو کړو لپاره ذمه وار وو، چې دا معنا لري د مجرم ګرځېدلو په صورت کې جیل ته تللې شي.

دغه نوې معلومات د پخواني معاینې پر ضد دي چې پکې بریویک نفسیاتي مریض ګرځول شوې و چې وروسته څارنوالانو ويلي وو د جرم ثابتیدلو په صورت کې دې د جیل پر ځای د مغځو علاج لپاره هسپتال ته و لیږل شي
.
د بریویک وکیل وایی د هغه موکل د نوی معاینې د نتیجې نه خوشحاله دې .
درې دیرش کلن بریویک چې د ناروې سره تعلق لري ، د جولای 2011م کال بمي حملې او ډزې چې پکې اووه اویا کسان وژل شوي وو ، په اړه یی د تورونو په ترڅ کې به په 16م اپریل د هغه خلاف عدالتي کاروایی کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG