د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شپې د چاپو ذمه واري افغانانو ته وسپارل شوه


د اپرېل په اتمه، امریکا پر دې رضا شوه چې په افغانستان کې دې د شپې عملیات او چاپې افغان امنیتي سر تېري کوي.

اوس چې په دې هیواد کې د امنیت ذمه وارۍ، افغان امنیتي ځواکونو ته پر سپارلو خبرې روانې دي، امریکا وايي، د عملیاتو مشري به هم افغان ځواکونه کوي او نړیوال ځواکونه به ورسره مرسته کوي.

له دې پرېکړې سره دواړو هیوادونو ته اسانه شوې چې د افغانستان سوله او ثبات ټینګ او پر مخ لاړ شي.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، دا د افغان ولسمشر حامد کرزي یوه لویه غوښتنه وه. نوموړی په هیواد کې دننه هم له نیوکو او فشار سره مخامخ وو چې باید اوس له امریکا سره د شپې د چاپو په اړه غوڅه پرېکړه وکړي.

په کابل کې د امریکا په مشرۍ کې د نړیوالو ځواکونو مشر جنرال جان الن او د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ یو مفاهمتي یاداښت لاسلیک کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG