د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیاچین کې له ۱۰۰ زیات پاکستاني پوځیان ګېر شوي


د پاکستان د پوځ چارواکي وايي، د هندوستان پولې ته نېږدې د همالیا په کنګل زار سیمه سیاچین کې د اپرېل د اوومې پر سهار وختي د واورو د ګټ د راپرېوتو له امله د دوی له ۱۰۰ زیات سرتېري تری تم شوي دي.


هلته رویټرز اژانس ته هم دپاکستان پوځي چارواکو ویلي، په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې امکانات لیدل کېږي. پوځي چارواکو مشال راډیو ته وویل، د دوی پوځي هیلي کوپټرې او پلټونکي سپي او نورې کومکې ډلې او ډاکټران سیمې ته رسېدلي او د تری تم شویو پوځیانو لټون یې پیل کړی دی. بل پلو د پاکستان اکثرو ټي وي چینلونو داسې رپورټونه خپاره کړي چې د واورې د ګټ د راپریوتو له امله په سیاچین کې د ۱۵۰ په شا و خوا کې د پاکستان دپوځ سرتېري ورک دي. خو د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرال اطهر عباس مشال راډیو ته وویل چې د ترۍ تم شویو سرتېرو شمیر ۱۵۰ نه بلکې د ۱۰۰ او ۱۱۳ تر منځ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG