د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو د سکولونو استاذان په اسلام آباد کې احتجاج کوي


په قبایلي سیمو کې د عارضي یا د کمیونټي سکولونو استاذان نن په اسلام آباد کې د خپلو مطالبو په حق کې مظاهره کوي. په دې اتحادیه کې د ټولو قبایلي سیمو شاوخوا دولس سوه استاذان شامل دي چې نن د ډلو په شکل کې د پاکستاني پارلمان مخې ته د مظاهرې لپاره روان شوي دي.

دوی وايي چې په راروانو ورځو کې یې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره د ښځینه استاذانو د احتجاج پروګرام هم برابر کړی دی . بلې خوا ته حکومتي چارواکي وايي د دې سکولونو لپاره په ځانګړي ډول پنګه نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG