د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر حافظ سعید د لس میلیونه ډالرو انعام اعلان کړی دی


امریکا په پاکستان کې د میشتې وسله والې ډلې لښکر طیبه د بنیاد ایښودونکي غړي حافظ سعید د نیولو او دعدالتي کاروايي په لړ کې د مالوماتو شرکولو په بدل کې د لس میلیونه ډالرو انعام اعلان کړی دی.

امریکايي چارواکي وايي چې حافظ سعید دا مهال د جماعت دعوه نومې ډلې مشري کوي چې د لښکر طیبه د یو نوی محاذ په ډول ښکاري.

چارواکي وايي پر نوموړي په ۲۰۰۸م کال کې د هند د ممبۍ په ښار کې د هغو بریدونو د منصوبې جوړولو تور دی چې د نهو بریدکوونکو تر څنګ ۱۶۵ کسان په کې وژل شوي وو.

امریکا د لښکر طیبه د مرستیال مشر حافظ عبدالرحمان مکي پر سر هم دوه میلیونه ډالره انعام ایښی دی.
لښکر طیبه په مبینه توګه د پاکستان د استخباراتي ادارو په مرسته د ۱۹۸۰م په لسیزه کې په دې غرض جوړه شوې وه چې د کشمیر د شخړې په لړ کې پر هند فشار واچول شي.

پاکستان د امریکايي فشار له کبله په ۲۰۰۲م کال کې پر یاد شوي سازمان بندیز لګولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG