د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو کې جګړه اوه وسله وال مړه، دوه عسکر ژوبل



په اورکزو ایجنسۍ کې د پاکستانیو ځواکونو او وسله والو تر منځ په نښتو کې اووه وسله وال وژل شوي او دوه پاکستاني عسکر ټپي شوي دي.


امنیتي چارواکو د مشال ریډیو سیمه ييزخبریال ته ویلي چې دا پېښه په بره اورکزیو کې د اخون کوټ په سیمه کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د هغوی په خبره امنیتي ځواکونه دسیمې نه د تېرېدو په حال کې وو.

د وسله والو کومې ډلې لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي. په یاده شوې سیمه کې وخت په وخت دا ډول پېښې رامنځ ته کیږي.

دپاکستان په قبایلي سیمو کې ګڼ شمیر وسله والې ډلې شتون لري چې پرضد یې د پاکستان پوځ د زمکې د لارې او امریکا په هوا کې د بې پایلټه الوتکو دلارې بریدونه ترسره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG