د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ:کار بندیز، ۱۱ وژل شوي، د رېنجرو چاپې



ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ - د پاکستان د سېند صوبې په مرکز کراچۍ کې له تېرو ورځو راهیسې د تاو تریخوالي لړۍ روانه ده.

د تشدد په تازه پېښو کې د عوامي نیشنل ګوند سېند کونسل غړی هدایت الله مسود وژل شوی دی.

له دې علاوه، د یاد شوي ګوند یو بل غړی د ښار بلال کالونۍ په سیمه کې د نا مالومه وسله والو د ګولیو ښکار شوی دی.

د عوامي نیشنل ګوند د سېند صوبې د اطلاعاتو سېکرټر پیر ریاض ګل وايي، وژل شوي کسان د دوی سیمه ییز عهدې داران ول:

((هدایت الله مسود مخکې زموږ د مرکزي کمېټۍ ممبر او اوس زموږ د سېند صوبايي کونسل غړی وو. هغه نا مالومه موټر سایکل سپارو د منګو پیر په سیمه کې په ډزو وژلی دی. زموږ د ډلې یو بل غړی عاشق خان هم په ورته پېښو کې وژل شوی دی، هغه زموږ د وارډ [مرستیال مشر] وو.))

د عوامي نیشنل ګوند له صوبايي دفتر، باچا خان مرکزه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د ګوند مشر اسفند یار ولي خان د کراچۍ د تېرو ورځو د تاو تریخوالي په پېښو کې د خپل ګوند د پلویانو او غړو وژنې په سختو ټکو غندلې دي.


هلته د پیر اباد پولیس وايي، نا مالومه وسله والو د مارچ د ۳۰مې او ۳۱مې تر منځ په شپه کې پر باچا خان پله روان پر یوه ګاډي ډزې کړې دي چې په کې مرګ ژوبله شوې ده.

د پېښې په اړه د کراچۍ د پولیسو مشر اسلم ګورچاني وايي: ((په دې پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي او دوه نور زښت ژوبل دي. زموږ د پولیسو دوه ګاډي د پول پر سرونو ولاړ ول خو پېښه د پول په منځ کې شوې ده. زموږ د مغربي ښار ټول پولیس افسران د پېښې ځای ته راغلي دي او موږ په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.))

د ایم کیو ایم ډلې چارواکي وايي، په یاده پېښه کې وژل شوي کسان د دوی د ګوند خوا خوږي ول. ایم کیو ایم پر دې پېښې نن (د مارچ ۳۱مه) په ټول ښار کې ویر اعلان کړی دی.

د دوی تر دې اعلان وروسته، د کراچۍ ټرانسپورټرانو اتحادیې، د سوداګرانو ټولنې او شخصي ښوونځیو هم رخصتي اعلان کړې ده.

د شنبې پر ورځ د ښار پر سړکونو د سپرلیو بسونه نشته او بازارونه او شخصي ښوونځي هم تړل شوي دي.

د ژغورنې د ادارو چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ګېنټو کې دوی په خپلو ایمبولانسونو کې د ښار له کورنګۍ، بلال کالونۍ، پیر اباد، قصبه کالونۍ، لانډۍ، منګو پیر او اورنګي ټاون له سیمو د ۱۱ کسانو مړي او له ۱۰ زیات ژوبل شوي کسان د ښار بېلا بېلو روغتونونو ته رسولي دي.


هلته بیا نیم پوځي امنیتي ځواک یا رېنجرو یو بیان جاري کړی چې په کې یې ویلي، دوی د جمعې او د شنبې تر منځ د شپې پر مهل، په بنارس، پیر اباد، اورنګي ټاون، شیرین جناح کالونۍ او مچر کالونۍ کې چاپې وهلې دي او په لسګونه مشکوک او وسله وال کسان یې نیولي دي.

د یادونې وړ ده، په کراچۍ کې د ۲۰۱۱ز کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې د بد امنۍ پېښې کمې شوې وې، خو ورځې مخکې د ایم کیو ایم د یوه غړي تر وژل کېدو وروسته، یو ځل بیا په کراچۍ کې د تاو تریخوالي پېښو زور نیولی چې تر اوسه په کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د تاو تریخوالي په پېښو کې ګاډي هم سوزول شوي دي چې په کې زیاتره د پښتنو دي.
XS
SM
MD
LG