د لاسرسي ځای

تازه خبر

هېلري کلنټن :بشارالاسد دې عملي ګامونه پورته کړي



د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلنټن بیګا په دې خبر چې دشام صدر بشارالاسد د ملګرو ملتونو د استازي امن منصوبې ته رضا شوی دی، په اړه خپل عکس العمل ښکاره کړی او ویلی یې دي، که څه هم دا یو مهم ګام دی خو مونږ به د اسد د اخلاص او سنجیدګۍ فیصله د هغه په خبرو نه بلکه په عملي ګامونو کوو.


دشام لپاره د ملګرو ملتونو د استازي او پخواني ستر سکترکوفي عنان مرستیالو ددې خبر پخلی کړی چې نوموړي ته دهغه د امن منصوبې منلو په لړ کې داسد لخوا لیک رسېدلی دی. دکوفي عنان په دې امن منصوبه کې دتشدد د سمدستي ختمولو، هغه سيمې چې لارې یې بندې دي ورته دانساني مرستو د رسیدګۍ او دحکومت او مخالفینو ترمنځه د خبرو اترو شورو کولو غوښتنه شوې ده.

هیلري کلنټن تېر مهال ته په کتنه د اسد لخوا د ډېرو وعدو کولو او په هغې د عمل نه کولو په اړه خبر داری ورکړی دی،نوموړې دشام حکومت مخالیفینو ته هم خبرداری ورکړی چې دوي دې دشام دټول ولس د حقونو د محفوظه کولو ژمنه په واضحه توګه څرګندولو ته تیار شي.
ملګري ملتونه وايي په شام کې د اسد د حکومت خلاف په راوتلو مظاهرو کې تر دې دمه څه باندې نهه زره کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG