د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان خیتځ کې یو بهرنۍ سرتېری ووژل شو




په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ویلي چې د دوشنبې په ورځ د دې هیواد په ختیځ کې د افغان پولیسو یوه غړي د دوی یو عسکر وژلی دی. خو هغوی دا نه دي ویلي چې وژل شوی عسکر د کوم هیواد دی.

د په یوه ورځ کې داسې دویمه پېښه ده. تر دې وړاندې په جنوبي ولایت هلمند کې هم د افغان ځواکونو یوه غړي دوه برتانوي عسکر په ډزو ووژل.

دا په سم دستي توګه نه ده په ډاګه چې د دې وژنو لامل څه دی خو داسې ښکاري چې دا د افغان ځواکونو له خوا پر خپلو نړیوالو ملګرو د بریدونو د لړۍ تازه پېښه ده.

داسې پېښې په تېر یوه کال او په خاسه توګه د فرورۍ په میاشت کې د قران تر سوځېدو او د روانې میاشتې په لومړیو کې د یوه تورن امریکايي عسکر له خوا د اولس افغان وګړو تر وژل کېدو وروسته عامې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG