ظفرکریمي مشال ریډیو
کراچۍ :پاکستان کې د میشتو هندوانو تنظیم پاکستان هندو کونسل ترمخه د هندو مذهب سره تعلق لرونکو خلقو له جملې څخه ۹۳ فیصده هندوان د سند صوبې په بېلا بېلو ضلعو کې اوسیږي ـ
کراچۍ :پاکستان کې د میشتو هندوانو تنظیم پاکستان هندو کونسل ترمخه د هندو مذهب سره تعلق لرونکو خلقو له جملې څخه ۹۳ فیصده هندوان د سند صوبې په بېلا بېلو ضلعو کې اوسیږي ـ
د سند صوبې په مختلفو برخو کې هندوان شکایت کوي چې له دوی سره په دې ورستیو کې زورزیاتی شورو شوی دی چې په ترڅ کې یې ماشومان د پیسو له پاره تښتول کیږي ، له ددوی څخه قلنګونه اخیستل کیږي او ددوی پېغلې انجونه تښتول کیږي او بیا په زور مذهب بدلولو ته اړوېستل کېږي ـ
د پاکستان هندو کونسل مشر رمیش کمار وايي چې پاکستان او په تېره بیا په سند صوبه کې هندوان خوندي نه دي
((د ۲۰۰۸ کال راپه دې خوا دا ډول کیسونه زیات شوي دي ،هره میاشت دوه درې جینکې تښتول کېږي او بیا په هغې فشار راوړلې شي چې دوي خپل مذهب پریږدي ـ عام طور باندې هندوه جینې وتښتول شي بیا لسو نه تر پنځلس ورځو پورې هغه ورکه وي بیا د سیشن جج مخې ته راوستل شي او هلته جینۍ څخه د مسلمانیدو اقرار واخیستل شي ، موږ دا واایو چې په جینۍ فشار وي ،موږ ددې رویې په ضد ستره محکمه کې یو کیس هم دایر کړی دی ))
په کراچۍ کې د جامعه محزن العلوم مشر مولانا قاسم محمود وایي چې د اسلام په سپیځلي دین کې ددې ګنجایش شته چې یو سړی یا ښځه که وغواړي اسلام دین ته راتلی شي ، خو دین ددې کار په زور د کولو اجازه نه ورکوي (( دا اوس چې کومه مسله اوچته شوې ده دا په اسلام کې اول ځل نه دی چې داسې خبره پکې مخې ته راغله ـ هر نر یا ښځه که پخپله خوښه وغواړي د اسلام دین قبلولای شي ـ خو دین په زور ددې خبرې اجازه نه ورکوي ـ اسلام د فرد د ازادۍ مکمل خیال ساتلی دی ـ په قران مجید کې راځي چې لا اکراه فی الدین ـ یعنې په دین کې زبردستي نشته ، چې یو سړي ته ټوپک ونیسي چې مسلمان شه که نه وژنم دې ))
رمیش کمار وایي هندوان هم د پیغلو په خپله خوښه د واده کولو په خلاف نه دي ـ بلکې دوی ددغه طرز عمل په ضد دي چې له هندوانو سره ترسره کیږي او هغوی په زوره دین اړولو ته مجبوره کول کېږي.
واده کول او دین بدلول دوه جدا جدا خبرې دي ـ که یوه انجلۍ په خوښه واده کوي یا یو بل دین ته اوړي زموږ اعتراض نشته ـ خو اعتراض مو دا دی، د مثال په توګه تېره میاشت د هندوانو درې جینکۍ تښتول شوېدي ، په دې کې دوه لتا کماري او رینکل کماري عدالت ته راوستل شوي دي خو درېیمه پېغله عایشه تراوسه ورکه ده ، ددې مطلب دادی چې هغې لا هم فشار نه دی منلی او چې کله هغه فشار ومني نو بیا به هغه هم یو مجسټریټ ته ودرول شي او د دین بدلولو بیان به ترې واخستل شي ))
د رمیش کمار په خبره باید ددې ستونزې د حل لپاره قانون سازي وکړل شي چې دا ستونزه د تل لپاره هواره شي.
د یادونۍ وړ ده چې پرون د نهې په ورځ هندو لږکیو له میرپورخاصه بیا تر حیدراباد پریس کلب پورې څلورورځنې پیاده لاریون هم کړی دی او د خپلو ستونزو د هواري لپاره یې د قانون سازۍ غوښتنه کوله ـ په دغه لاریون کې د انسانی حقونو استازو هم ګډون لرلو ـ
بلې خوا د روانې میاشتې په پنځلسمه نېټه د پاکستان قامي اسمبلې کې د هندو لږکیو استازو په سند صوبه کې د هندو جینکو د تښتولو او په هغوي د دین بدلولو لپاره د فشار راوستنی په پېښو احتجاج کړی وو او له حکومته یې غوښتنه کړې وه چې ددې ستونزې د حل دپاره دې قانون سازي وکړي.