د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې اووه عسکر وژل شوي


د پاکستان چارواکي وايې په شمالي وزيرستان کي د امنيتي ځواکونو او مشکوکه وسله والو طالبانو په نښته کي اوه عسکر او اته مشکوکه وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي زياتوي پيښه د جمعه په ورځ له ميرانشاه پنڅوس کلوميټره ليري په ډوګه مده خيل کې رامينځ ته شوې ده. امنيتي چارواکي وايې مشکوکه وسله والو اوه عسکر هغه وخت ووژل کله چې يې پر يوه پوځي قافله بريد وکړی. د عسکرو او هيلي کاپټر په ځوابي بريد کي اته وسله وال ووژل شو.شمالي وزيرستان د القاعدې او طالبانو يو مهم ګړه بلل کيږي خو دلته حکومت له طالبانو سره د سولي په نوم يو تړون لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG