د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه بن لادن د مېرمنو پر ضد مقدمه درج شوې


پاکستاني چارواکو د اسامه بن لادن په دريو ميرمنو پاکستان ته په غير قانوني توګه د داخليدو مقدمه درج کړي.

د پاکستان د کورنو چارو وفاقي وزير رحمان ملک ويلي د اسامه دغه مېرمنې پاکستان ته په غير قانوني توګه ورننوتې وې او له اسامه سره په ايبټ اباد ښار کې په پټه په کمپاونډ کې اوسيدلې.

پروسږ کال د مې په دویمه نېټه د امريکايي ځانګړو ځواکونو په يوه کاروايي کې د اسامه د وژني وروستو د دغه مېرمنو لس ماشومان هم په حکومتي ولکه کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG