د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارزګان : نهه تنه افغان سربازان په سازش ووژل شول


سید شاه سقیم - مشال راډيو

کندهار:- د افغانستان په روزګان ولايت کې د پوليسو يو تن څوکېدار خپل نهه تنه ملګري د دولت په مخالفو وسله والو طالبانو وژلي او په خپله له وسله والو سره تښتېدلى دى.چارواکي وايي پېښه وړمه شپه د روزګان په چارچينو ولسوالۍ کې شوې ده.

د يادې ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا رييس حاجي جمعه ګل له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په چارچينو کې دغه پېښه د سيمه ييزو پوليسو په يوه پوسته کې شوېده .

دى وايي، د سيمه ييزو پوليسو د پوستې ساتونکي له وسله والو سره اړيکې درلودې د شپې يې له وسله والو سره يو ځاى خپل ويده نهه تنه ملګري وژلي دي.

د ده په خبره تر پېښې وروسته وسله والو او د وسله والو ملګری څوکېدار تېښتېدلی دی.

قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي چې د سيمه ييزو پوليسو څوکېدار په پټه له دوى سره راشه درشه درلوده او چې په پايله کې يې طالبانو په مرسته لس تنه پوليس وژلي دي.

دى وايي د وژلو شويو پوليسو وسلې هم طالبانو له ځان سره وړې دي.

سيمه ييز پوليس په ليري پرتو ولسواليو او کليو کې دنده ترسره کوي چې د چارواکيو په خبره کليو ته يې له ورتګ سره په ليرې پرتو سيمو کې هم د دولت د مخالفو وسله والو ټغر ورټول کړى دى.
XS
SM
MD
LG