د لاسرسي ځای

تازه خبر

واپډا قبایلي لوبغاړو ته نوکرۍ او ویړیا تعلیم ورکوي



فرهاد شینواری: مشال راډیو

خیبر ایجنسي: واپډا قبايلي لوبغاړي په خپلو لوبډلو کې اخلي او نوکرۍ به ورکوي.


د فاټا اولمپک ایسوسی ایشن چارواکي وایې چې د پاکستان د اوبو او بجلۍ محکمه یا واپډا د لوبو څانګه غواړي په خپلو لوبډلو کښې قبایلی ځوانانو ته هم نوکرۍ ورکړي، او زیاتوي چې دې لپاره به د روانې میاشتې په دیارسمه او څوارلسمه نیټه د پیښور په قیوم سپورټس کمپلیکس کښې د څوارلسو کالو نه کم عمره قبایلي لوبغاړي په بیلا بیلو لوبو کښې د ټرایلز له لارې منتخبوي.

د فاټا دغه لوبغاړي به د واپډا په فټبال، والي بال، باسکټ بال، اتلیټکس، سویمنګ، پهلواني، او هاکۍ لوبو کې اخستل کیږي. د فاټا اولمپک ایسوسي ایشن چارواکي وایې، دوی به اول د دغه لوبغاړو مقابلې کوي، او چې څوک لوبه ګټي او ښه کار وښایې نو هغه به د واپډا لپاره اخلي او روزنه به یې کوي. په دغه مقابله کې د ګډون لپاره به د لوبغاړو نه فارم ب او ډومیسایل اخستل کیږي، چې دا شان د عمر او ځای مالوماتو وروستو به یې ازمویینه کیږي.

د فاټا اولمپک ایسوسی ایشن جنرل سیکټري شاهد خان شینواری مشال ریډیو ته وایېً د روانې میاشتې په دیارلسمه او څوارلسمه به د واپډا د سلیکشن کسان هم راځي، او د ښه لوبغاړو ټاکلو وروستو به یې روزنه شورو کوي، او دوی ته به په واپډا کې نوکرۍ هم ورکولی شي. په دغه ورځو به د واپډا نور چارواکي هم راځي، او دغه کامیابه لوبغاړي بیا کولی شي نورو محکمو ته ولاړ شي، او یا هم د پاکستان په قامي لوبډلو کې شامل شي.ً

شاهد خان شینواری وایې دغه ځوانان باید د ځانونو سره د فاټا ډومیسایل او د پیدایش سرټیفیکیټ یعني فارم ب راوړي، چې د عمر او ځای تصدیق یې وشي، او زیاتوي دغه لوبغاړو ته به تنخوا، ویړیا تعلیم او د صحت سهولتونه هم ورکړل کیږي.

په پاکستان کې پوځ ، پولیس، رېلوی، سرکاري او شخصي بینکونه، واپډا او داسې نورې ادارې د بیلا بیلو لوبو لوبډلې لري، چې ورته یې نوکرۍ هم ورکړي دي.
XS
SM
MD
LG