د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې بهیر کې مرسته کوو: پاکستان


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط

ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ - پاکستان وايي دافغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د روغې جوړې لپاره حقیقي مرستې کوي خو دا هرڅه به په یو ټاکلي وخت کې ترسره کیږي.


له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند عبدالباسط وویل : ((پاکستان په دې لاره کې نه څه ردوي او نه هم څه خپلوي. ده زیاته کړه چې د افغانستان دسولې په پروسه کې به د خپل وس مطابق کومک کوي.))

تردې وړاندې دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني د فرورۍ په څلور ویشتمه نېټه په افغان طالبانوغږ کړی و چې دسولې په بهیر کې دې برخه واخلي.

عبدالباسط مشال راډیو ته وویل چې د وزیر اعظم ګیلاني په غوښتنه ټولو افغان ډلو غور پیل کړی، هغوی ځان ته کړن لارې ټاکي او پاکستان هیله من دی چې له دې هرڅه نه به مثبتې پایلې مخې ته راشي.

دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولې لپاره دا خبره هم اړینه ګڼل کیږي چې دباګرام ، ګوانټا نامو او نورو سیمو نه د طالبانو مشران خوشې کړای شي او په قطر کې په هم دې موخه د طالبانو یو دفتر هم پرانیستل شوی دی.

عبدالباسط د مشال راډیو ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دوی به د طالبانو نیولي مشران خوشې کړي او یا به یې افغان حکومت ته دا اجازه ورکړي چې دغو کسانو ته لاس رسی ولري وویل : ((کومي خبري چې حقيقت سره تړاو لري او زمونږپه اختيار کې وي، هغه به کوو، هيڅ داسي کومه خبره موږ نه ردوو. مونږ به د افغانستان د سولې په بهیر کې هر اړخیزه رول لوبوو. او په دې لاره کې به هیڅ ډول خنډونه نه اچوو.))

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندعبدالباسط وړاندې وویل چې پاکستان نه غواړي دافغانستان نه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته هلته د نوي یمې ليسزي په ډول حالات جوړ شي.

خو بل پلو پيژندل شوی خبریال او کارپوه رحيم الله يوسفزی بیا وايي دپاکستان له خوا پر افغان طالبانو ددې غږ نه پس چې د افغان حکومت سره دې د سولې په خبرو کې برخه واخلي، حالات واضح نه دي .((دا خبره هم نه ده واضحه چې پاکستان په دې لاره کې څه کولي شي؟دوی تر کومه بریده د پاکستان له طالبانو سره رابطي لري، او دوی طالبان تر کومه حده پورې مجبورولی شي،دا ټولي خبري غير واضحه دي. ))

درحیم الله یوسفزي په وینا، په افغانستان او پاکستان کې چې یوه لوري ته څه پیښیږي ، هغه د بل لوري په حالاتو اغیز پرې باسي.

نوموړی زیاتوي، که د کابل او اسلام اباد ترڅنګ واشنګټن او طالبانو هم د سولې د خبرو ننګه وکړه نو حالات به مثبت لوري ته لاړ شي.
XS
SM
MD
LG