د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر شېر پاو برید، طالبانو پړه ومنله


د پاکستان د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د دې هیواد د پیپلز ګوند شېر پاو ډلې د مشر او د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شېر پاو پر قافلې د برید پړه د قبایلي سیمې مومندو طالبانو منلې ده.

د دې وسله والو طالبانو یوه ویاند د مشال راډیو خبریال ته ټیلي فون کړی دی او د نوم نه ښودو په شرط یې ورته ویلي، د افتاب شېر پاو پر قافلې د برید پړه د دوی ډله (د طالبانو د عمر خالد ډله) مني.

د پېښور له لیډی ریډنګ روغتونه د مشال راډیو خبریال وايي، په دې برید کې یو پولیس وژل شوی، او شپږ کسان ژوبل دي.

د مشال راډیو خبریال زیاتوي، په ژوبلو کې د صوبايي اسمبلۍ غړی محمد علي هم شامل دی.

د افتاب شېر پاو ډرېور مشال راډیو ته وویل، افتاب احمد خان شېر پاو له دې حملې روغ وتلی دی.

د ډرېور په خبره، دوی د شبقدر په باچا ګړۍ کې جلسه کوله او دوی چې تر جلسې وروسته بیرته روان ول نو د ده په خبره، ځانمرګی برید وشو.

ده د شېر پاو په اړه وویل: ((شکر دی، الحمد الله هغوی ښه دي))

ډرېور زیاتوي: ((خدای خیر کړی دی، الله فضل وکړ.))

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، پېښه چارسدې ته پر تلونکي سړک شوې ده.

دی وايي، افتاب شېر پاو او د ده زوی سکندر شېر پاو له شبقدره د چار سدې پر لور روان وو، چې ورباندې برید شوی دی.

د خبریال له وینا سره سم، د افتاب احمد خان شېر پاو، زوی سکندر شېر پاو هم له دې حملې روغ وتلی دی.

په دې قافلې کې د پیپلز ګوند شېر پاو ډلې مشران هم ول.

تر پېښې وروسته د ډزو اطلاعات هم راغلي او په سمدستي ډول د وژل شویو یا ژوبلو په اړه دقيق مالومات نشته.

په دې اړه د نورو مالوماتو لپاره له مشال راډیو سره اوسئ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG