د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر بلوچستان له ټول ګوندیزه غونډې د ملتپالو بائيکاټ


خدای نور ناصر - مشال راډيو کوټه

د دفاع پاکستان کونسل له خوا د بلوچستان په اوسنيو ناامنیو او د امریکا په کانګریس کې د وړاندې شوي قرارداد په اړه په کوټه کي د دوشنبې په ورځ ټول ګوندیزه غونډه بلل شوې. چي په کې يې د پاکستان ګڼ شمیر سیاسي ګوندونو ته د ګډون لپاره ویلي. د یکشنبې په ماځیګر په یاد کونسل کي شریک د يوه ګوند جماعت اسلامي يوه مشر لیاقت بلوڅ په خبري غونډه کي وویل...

(( دفاع پاکستان کونسل يو غیر انتخابي ډله ده. او د قام سلامتۍ او قامي شخړو د حل يواځينی حزب دی. ځکه چې مرکزي او صوبايي حکومتونه د عوامي ستونځو په هوارېدو کې ناکامه شوي دي. او دهمدې ناکامۍ او نااهلۍ له کبله دبلوچستان حالات نور هم تشویشناکه شويدي))

دفاع پاکستان کونسل په دې ټول ګوندیزه غونډه کې دبلوچستان ټولو ملتپالو ګوندونو ته هم د ګډون خواست کړی دی. خو د پښتنو او بلوڅ ملتپالو ګوندونو په دې کې د نه ګډون اعلان کړی دی.

د بلوچستان نیشنل عوامي ګوند صوبايي وزیر میراسد بلوڅ وايي: ((ترکومه ځايه چې د دفاع پاکستان کونسل تعلق دی. موږ نه پوهېږو چې یاد کونسل به د بلوچستان کومه ستونځه هواره کړي. ځکه چې د دوي په زړونو کې دبلوچستان لپاره کوم درد نشته. او نه هم دوي کله زموږ په زخمونو ملهم لګولی. نن ددوی کومه مجبوري ده. او موږ نه پوهېږو چې پسي شا دوی څه کول غواړي، خوموږ به نه هم د دوی غونډه کې ګډون وکړو او نه به هم ورشو))

پښتونخواملي عوامي ګوند او عوامي نېشنل ګوند دواړو په دغه غوڼده کې د نه ګډون پرېکړه کړې ده.

دفاع پاکستان کونسل چي په کې ګڼ شمېر مذهبي فرقه ایزه ډلي شتون لري. ددې ټول ګوندیزي غونډي له لاري يې دبلوچستان د ستونځو د هوارېدو اعلان کړی. خو پخپله دې کونسل ته ډېری سیاسي ګوندونه د شک په نظر ګوري. چي ددوي تر شا دپاکستان د پوځ او استخباراتو لاس دی. د یاد کونسل مشر مولانا سمیع الحق دا تورونه ردوي:

(( داسي خبري همېشه کېږي. دبلوچستان په ستونځه کې هیڅ دلچسپي نشته. زموږ ددې تحریک هدف دا دی. چي هم پر پوځ او هم پر حکومت دا زور راوړو. چي د بلوچستان ستونځه هواره کړي.خلک وايي چي ستاسو تر شا د پوځ لاس دی. نو زه ورته وایم چي پوځ شاته څه کوي مخې ته دي راشي. کوم پوځ چي پسې شا کارونه کوي نو هغه به بیا د ملک دفاع څنګه وکړي))

د یادولو وړ ده چې په دفاع پاکستان کې د ګڼو نورو مذهبي فرقه ایزو ډلو تر څنګ جماعت دعوه هم شتون لري. چې د ملګرو ملتونو له خوا نه يواځې یاد تنظیم بلکې ددې مشر حافظ سعید هم ترهګر بلل شوي او پرې بندیز دی.
XS
SM
MD
LG