د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د فبرورۍ ۲۱ مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ




د فبرورۍ ۲۱ مه هرکال په نړیواله کچه د مورنیو ژبو د ورځې په توګه لمانځل کېږي.ددې اعلان لومړی د ۱۹۹۹م کال په ۱۷ م نومبر وشو چې د ګڼو ژبو او کلتورونو په اړه د عمومي شعور بیدارولو په توګه دا ورځ ولمانځل شي.

د فبرورۍ ۲۱ مه په اصل کې د بنګله دېشي (ختیځ پاکستان) زده کونکو لخوا د بنګالي ژبې غورځنګ لخوا له ۱۹۵۲ م کال راهیسې لمانځل کېږي، کله چې پاکستاني پولیسو د بنګالي ژبې غورځنګ پر مظاهرې په ډزو کې د ډاکه پوهنتون په ګډون یو شمېر زدکونکي ووژل.همدا ورځ بیا د مورنیو ژبو نړیواله ورځ وګرځول شوه.

په ۲۱ مارچ ۱۹۴۸م کال د پاکستان ګورنر جنرل محمد علي جناح اردو د ختیځ او لویدیځ پاکستان سرکاري ژبه وګرځوله. ختیځ پاکستان چې اوس بنګله دېش بلل کېږي د هغوی مورنۍ ژبه بنګالي ده او ددغه فیصلې پر ضد یې احتجاج وکړ.

د دې ورځې مقصد د مورنيو ژبو ارزښت څرګندول او ماشومانو ته پخپله مورنۍ ژبه پر زدکړې ټيڼګار کول دي.
په هم دې تړاو نن د پاکستان په بېلابيلو ښارونو او ښارګوټو کې غونډې تر سره کيږي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG