د خوشحال قدر که اوس په هیچا نشته
پس له مرګه به یې یاد کړي ډېر عالم
فواد علي شاه پېښور
د پښتنو د ستر لیکوال،فلسفي،ننګیالي او شاعر خوشحال خان خټک ۳۲۳م تلین پرون د پښتونخوا صوبې په ګنو برخو کې نن د فبرورۍ په ۲۰ مه نېټه ولمانځل شوه.
د خیبر پښتونخوا ثقافت څانګې او د پوهې خپروونکې جرګې په نوښت لویه غونډه په اکوړه خټک نوښار کې ترسره شوه او همدا شان نورې لویې وړې غونډې د پېښور په ګډون په شمېر نورو سیمو کې هم شوېدي.