د لاسرسي ځای

تازه خبر

بردير : يو ځان مرګي بريد يو کس وژلی پنځه ژوبل


ملک معتبر خان موده وړاندې د مشال له خبریال عالمزیب سره د مرکې پر مهال
ملک معتبر خان موده وړاندې د مشال له خبریال عالمزیب سره د مرکې پر مهال

غلام غوث- مشال راډیو

دیر- دا بريد په دير خاص سيمه کې د مقامي امن لښکر پر مشر ملک معتبر خان باندې شوی دی چې پکې ده ته زیان نه دی رسېدلی خو د هغه یو زوی وژل شوی او د هغه د یوه بل زوی په ګډون یې د کورنۍ پنځه تنه نور ژوبل دي. په ټپیانو کې د د دوو حالت مرګونۍ ښودل شوی.


د دیر د هیاګي لښکر مشر ملک معتبرخان مشال راډيو ته وویل چې دی عدالت ته په یوه مقدمه کې د حاضرۍ لپاره ورغلی وو چې دا پېښه رامنځ ته شوه.


دی وايي: ”د عدالت له وره چې راوتم نو له ما سره چې کوم ساتونکي وو زما د تره زامن وو، چې ما کاته په دې بازار یوه سړي منډې راوهلې نو چې مخې ته داسې راغلی بیرته وګرځېده او رپېده،تمام رپېده زه ترې ننوتم چې یو څوک به وي لیونی دی قابو ګاډۍ وهلی وو ، او لاندې کوڅه کې کې یې خپل ځان وچولی او چاودنه وشوه.“

ملک معتبرخان زیاته کړه چې کله د سیند په غاړه ځانمرګي خپل ځان والوزولو نو په نتیجه کې د هغه یو زوی ووژل شو او بل یو یې زخمي شو.” دوه زما زامن یو مړ شو ،شیرعالم نومېدۍ ، او بل زوی مې ژوبل دی لیدلی مې نه دی پېښور ته یې وړی دی،د هغه نومو مسعود دی. “

د بره دیر یوه پولیس چارواکي مشال راډيو ته وویل، چې دا خانمرګی برید له المنظر هوټل سره لاندې د سیند په غاړه وشوه.

تر دا مهاله ددي پيښي پړه کومي وسله والي ډلي پر غاړه نه ده اخستي.خو اکثره پر قامي امن لښکرو د وسله والو طالبانو له خوا بریدونه کېږي.
XS
SM
MD
LG