د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران به ژر خپل ایټمي پرمختګونه جوت کړي


د ایران حکومتي ویب پاڼه وایي صدر محمود احمدي نژاد به د شورو په ورځ خپلې سر ته رسیدلې بیلا بیلې نوې ایټمي پروژې په ډاګه کوي.

دغه سرکاري ویب پاڼې د پروژو په اړه تفصیل نه دی ورکړی خو ویلي یې دي کارپوهان په دې باور دي دغه لاس ته راوړنې به نړۍ ته و ښایی چې ایراني وګړي خاص صلاحیتونه او پوه لري.

په معلوماتو کې دا ویل شوي د دغه پرمختګ سره به دا خبره په ډاګه شي چې ایران د ایټمي طاقت په اړه ساینسي ژمنو باندې ولاړ دي چې له مخې یې ایټمي وسلې نه بلکې ایټمي انرجي جوړولو په اصول کار کوي. غربي طاقتونه پر ایران تور لګوي چی ایټمي وسله جوړول غواړي خو ایران له دې تورونه نه انکار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG