د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار : سر له ننه کوکنار له بېخه اېستل کېږي


سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې تر دې وړاندې يې په وار وار بزګرانو ته خبر ورکړى چې پر خپلو ځمکو دي کوکنار نه کري او اوس يې پتېيلې ده چې په ټول کندهار کې کرل شوي کوکنار له بېخه وباسي.

د چارواکيو په خبره د کوکنار د اړولو پر مهال به دې ته نه ګوري چې کوکنار چا کرلي بلکې چې په مخه ورځي نو به يې له بېخه باسي.

د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق د يوې خبرې غونډې پر مهال چې کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا او د دوه سوه پېنځه اتل قول اردو مرستيال قومندان بريد جنرال محمد امين بقايي هم برخه درلوده وويل چې د کندهار زياتې سيمې دا مهال د دولت تر واک لاندې دي او دا مهال ددې وخت راغلى دى چې تر واک لاندې ټولې سيمې له کوکنارو پاکې کړي.

جنرال رازق وايي چې دا ځل به د کوکنارو کرونيو بزګرانو په نيولو سربېره له نورو سيمو څخه هغه راغلي کسان هم ونيسو چې د کوکنارو نېښ وهلو ته راغلي وي.

(( هغه خلک که نېښ وهي ، که مخدره مواد کري او يا يې پلوري ټول به موږ ونيسو، دا مهال زموږ سرحدي پوليسو ښه روزنه تر لاسه کړې ده که څه هم داسې وسلې نه لري لکه په نورو هېوادونو کې يې چې پوليس لري خو بيا هم ويلاى شم چې ډېر تکړه شوي دي. او کولاى شي ټول کندهار له نشه يي بوټو پاک کړي ))

د کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا بيا وايي ټول هغه کسان چې د کوکنارو په کښت، کاروبار او تجارت کې ونډه لري د قانون سره سم به د کوکنارو پر هر جريب ورته د درې مياشتې بند سزا ورکول .

ويسا وايي سږ کال ځينو بزګرانو پر هغو دولتي ځمکو چې په ناقانونه توګه يې غصب کړې هم کوکنار کرلي دي چې هغوى ته به لا زياته سزا ورکول شي.

(( زموږ دولتي ځمکې هم چې غاصبينو غصب کړې پرې تارياک کرل شوي دي. د داسې کسان جرمونه نور هم سخت دي او موږ په فام کې لرو چې ټول د قانون منګولو ته را کش کړو. او د کندهار ټولې سيمې به بې له استثنا له کوکنارو پاکې کړو ))

په کندهار کې امنيتي چارواکيو تر دې وړاندې هم د اويا وو تنو په شا و خوا کې کسان پر خپلو ځمکو د کوکنارو د کرلو په تور نيولي وو چې زيات يې لا تر اوسه پورې هم نه دى خوشي شوي.
XS
SM
MD
LG