د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اذر بايي جانه، افغانستان ته د ناټو د سامان وړل


د جنوبي قفقاز او منځنۍ اسیا لپاره د ناټو ځانګړي استازي جېمز اپاتواری د جمعې په ورځ د دې لپاره د اذر بايي جان سفر کړی دی چې افغانستان ته د تلو او راتلو لپاره د ناټو د مال وړونکو لاریو د لارې په اړه خبرې اترې وکړي.

د اذر بايي جان له ولسمشر الهام عالیوف سره د لیدو پر مهال جېمز اپاتواری ویلي چې د ناټو د مال وړونکو لاریو شا و خوا ۳۰ فیصده برخه چې افغانستان ته ځي، نو د اذر بايي جان له لارې ځي. هغه ویلي چې ناټو به له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له پلان سره سم په راتلونکو دوو درو کلونو کې خپلې مال وړونکې لارۍ بیرته اروپا ته وړي. نوموړي له ولسمشر الهام عالیوف سره د ناټو د هغې غونډې په اړه هم خبرې اترې کړي دي چې د مې په میاشت کې په شکاګو کې کیږي او ولسمشر الهام عالیوف ته په د ګډون بلنه هم ورکړل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG