د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوزڼ ناروغۍ ضد دې عالمان مرسته وکړي، کرزی


افغان ولسمشر حامد کرزي له دیني عالمانو او قومي مشرانو غوښتي دي چې د پولیو د واکسین په عملي کولو کې دې مرسته وکړي، چې افغان بچیان د ګوزڼ له دې ناروغۍ خوندي شي.

ولسمشر کرزي په خپله راډیویي وینا کې پرون له پلرونو او میندو هیله وکړه چې خپل ماشومان واکسین ته یوسي او که چیرته د دوی په سیمه کې د واکسین مرحلې پای ته رسیدلې وي هغوی دې نژدې روغتونونو ته ورولي.تیر کال په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ پنځه ویشت پیښې ثبت شوې وې خو روان کال دا ناروغي زیاته شوې ده او په اتلسو ولایتونو کې د اتیا پیښو پخلی شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG