ظفر کریمي، مشال راډیو
کراچۍ - په پاکستان کې د شخصي سېکتور په ګډون په لومړي ځل رېل چلېدل پيل شوي دي. د جمعې په ورځ، له لاهوره کراچۍ ته روان شوی اور ګاډی د شنبې (د فبرورۍ څلورمه) په ورځ کراچۍ ته ورسېد.
کراچۍ - په پاکستان کې د شخصي سېکتور په ګډون په لومړي ځل رېل چلېدل پيل شوي دي. د جمعې په ورځ، له لاهوره کراچۍ ته روان شوی اور ګاډی د شنبې (د فبرورۍ څلورمه) په ورځ کراچۍ ته ورسېد.
د بزنس ایکسپریس په نوم دا رېل د جمعې په ورځ د هیواد وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني پرانیست.
کراچۍ ته په رسېدو د رېلوې محکمې مشر سعید اختر ویلي، د شخصي اور ګاډي د چلولو ازموینه یې بریالۍ شوې ده او دوی به اوس نور څلور ګاډي دې سیکتور ته راولي.
دی وايي، له دې سره د شخصي (خصوصي) او دولتي څانګو تر منځ سیالي جوړه شي او د اور ګاډو نظام به ښه شي.
ده وویل، د اور ګاډو نظام هم د ښه والي په لور روان دی او تر اوسه ۲۵ انجونه مرمت کړل شوي دي.
د نوي پیل شوي رېل مشر وايي، په بزنس ایکسپریس کې نهه ډبې دي او په یو وخت په کې ۴۸۶ کسان سفر کولای شي.
په دې رېل کې انټرنیټ هم شته او د خوراک څښاک انتظام هم شته چې د ادارې لخوا ورکول کېږي.
د رضا په نوم یوه مسافر مشال راډیو ته وویل، په پوره اطمینان او اسانۍ کراچۍ ته رسېدلی دی. دی وايي: ((پرون [د جمعې ورځ] درې نیمې بجې له لاهوره روان شوي وو. ښه ټرین دی او هغه ځکه چې په اول ځل موږ یوه ټرین په وخت ورسولو. خوراک په کې ورکوي. انټرنیټ هم شته دی. هیڅوک په کې بور [ستړی، نا راحته] کېږي نه. صفا ټرین دی.))
په پاکستان کې له مودې راهیسې د رېلوې نظام د سخت بحران ښکار دی او په دې ترځ کې په بیا بیا حکومت د بېلا بېلو ګامونو اخیستو ژمنې هم کړې دي خو د رېلوې د وزارت په خبره، حکومت ورته پیسې نه ورکوي او دوی پخپله د تاوان ښکار دي.