د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسماعیل خان ډېرې کې ښوونځی الوزول شوی


د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې نا څرګندو وسله والو د جينکو یو سکول په چاودنکو توکو سره الوزولی دی.

د پيښې په اړه د الوځول شوي سکول څوکيدار مشال رېډيو ته ووايل چې وسله والو دی له شپې تړلی او د سکول په کوټه کې یې چاودنه کړېده.

چا تر اوسه د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې وړاندې هم په خېبر پښتونخوا کې ناڅرګنده وسله والو په سلګونو سکولونه په چاونکو توکو سره الوځولي دي.
XS
SM
MD
LG