د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغان پوځي درېشۍ کې یوه تنه د ناټو سرتېری ووژلی


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه وایي، یوه سړي چې د افغان پوځ یونیفارم یې په تن و د افغانستان په جنوب کې یې د ناټو پر یوه پوځي ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

د ایساف یوه ویاند وویل چې دا پیښه د سه شنبې په ورځ وشوه او هغه کس چې ډزې یې کړې وې هغه افغان پوځیانو نیولی دی.

تر اوسه د دې قاتل هویت نه دی څرګند شوی. د ا فغان پوځ د قوماندان سید ملوک په وینا اسوشیتد پریس اژانس وایي، دا پيښه د شپې د ګزمې پر مهال په هلمند کې شوې ده. دا تازه پیښه ده چې یوه افغان سرتیری یا داسې څوک چې د افغان پوځ یونیفارم يې په تن وي بهرني پوځیان وژني. د جنوري په شلمه یوه افغان عسکر څلور فرانسوي پوځیان په کاپیسا ولایت کې ووژل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG