د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: له وسله والو به وروستۍ ولسوالۍ هم ونيسو


د کندهار ولایت والي توریالی ویسا او د غه ولایت امنییه کمندان جنرال عبدالرازق
د کندهار ولایت والي توریالی ویسا او د غه ولایت امنییه کمندان جنرال عبدالرازق

سید شاه سقیم - کندهار

د کندهار ولايت دولتي چارواکي وايي د ميانشين ولسوالۍ تر نيولو وروسته دا ځل وسله والو ته د کندهار د ورپاتې وروستۍ ولسوالۍ غورک د نيولو لپاره ځان تياروي.

د چارواکيو په خبره په نږدې ورځو کې به وسله والو طالبانو څخه د غورک د نيولو د پاره پر دغه ولسوالۍ پراخ عمليات پيل کړي.

د کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا وايي چې امنيتي چارواکيو دا مهال په ټول کندهار کې د تېره په پرتله زيات امنيت ټينګ کړى دى او دا مهال د کندهار له ۱۷ ولسواليو څخه ۱۶ يې د دولت په واک کې دي.

دى وايي يوازې غورک ولسوالۍ لا هم د وسله والو په ولکه کې چې په لنډه موده کې به ورڅخه هم ونيسو.

(( پخوا به په ښار يا ولسواليو کې جبهه يي جنګونه وو ، تاسي وينئ چې ټولې ولسوالۍ دا مهال له دولت سره دي يوازې غورک ولسوالۍ له وسله والو سره پاتې ده چې هغه به هم ژر ورڅخه بېرته ونيسو . په نورو ټولو ولسواليو کې ادارې فعالې دي. په بعضو کې مامورين ، قاضيان او څارنوالان هلته فعال دي. په ټول کندهار کې مکتبونه فعال شوي دي. دا مهال موږ د کندهار په سطح يو لک او دو نوي زره شاګردان لرو چې پېنځوس زره تنې پکې نجونې دي ))

ډاکټر توريالى ويسا مني چې اوس لا هم په کندهار ښار او ولسواليو کې ځينې وسله وال شتون لري چې وخت نا وخته د سړکونو پر غاړو ميانونه خښوي او کله کله ځانمرګي بريدونه کوي .

خو وايي چې نور به د هغوى فعاليتونه هم پاتى ورسېږي او په هېواد کې به سوله راځي.

(( بعضي تروريستي حرکات اوس هم شته. زموږ بې ګناه هېوادوال تروروي، کله کله انتحاري حملې کوي. يا ماينونه ږدي چې د هغوى په مقابل کې هم زموږ امنيتي ارګانونه مبارزه کوي او هيله لرو چې په ايينده کې به دغه هم کنټرل شي ، اوس هم کنټرول دي او ويلاى شم چې د تېر په پرتله اوس په ټول کندهار کې امنيت ښه شوى دى ))

د کندهار چارواکي په داسې حال کې د غورک ولسوالۍ د نيولو د پاره د ځان سمبالولو حال ورکوي چې تېره مياشت يې د بهرنيو سرتېرو په مرسته د کندهار ميانشين ولسوالۍ هم له وسله والو څخه نيولې وه ،

غورک او ميانشين د کندهار ليري پرتې ولسوالۍ کې دي چې شا و خوا شپږ کاله وړاندې د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې وې.
XS
SM
MD
LG